خوست کې امنیتي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې یې،هغه دوه کسان نیولي چې په بازار کې يې جعلي بانکنوټونه چلول.
د خوست امـنیه قومنداني څخه نن چهارشنبه، لړم ۱۶مه سلاموطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه ويل شوي چې دغه کسان د اسماعېلخېلو ولسوالي کې نیول شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د خبرپاڼې له مخې، د ياد ولايت د اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالي امنيتي ځواکونو د یو لړ کشفي معلوماتو پربنسټ، دغه کسان د یادې ولسوالي په دوه سرکه بازار کې د جعلي بانکنوټونو د چلښت په تور نیولي دي.
خبرپاڼه کې ويل شوي چې نیول شویو کسانو په لومړنیو تحقیقاتو کې منلې چې جعلي بانک نوټونه یې، پاکستان څخه راوړي وو او غوښتل یې، د اصلي نوټونو پر ځای یې وکاروي.
د ویلو ده چې له نیول شویو کسانو سره یو اندازه جعلي بانک نوټونه هم نیول شوي او ژر ده چې له خپلې دوسیې سره سم قضایي ارګانونو ته وروپېژندل شي.