د میدانوردګ د طبیعي پېښو پروړاندې مبارزې ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکزي بهسودو ولسوالیو کې د برفکوچ له امله دوه کسان مړه شوې دي.
د دغه ولایت د طبیعي پېښو پروړاندې مبارزې ریاست رییس مولوي فیضالله جلالي سلاموطندار ته وویل، دغه پېښه د مرکزي بهسودو ولسوالۍ په «کوه برون حوزه» کې رامنځته شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یاد برف کوچ له امله رسول خان او عزیز الله په نوم دوه کسان چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکي مړه شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، د عزیزالله په نوم کس مړی موندل شوی او د رسولخان په نوم کس مړی تراوسه نهدی موندل شوی او هڅې پيل شوې چې د نوموړي جسد هم پیدا شي.
جلالي زیاته کړه، همدا تېره شپه د مرکز میدانښار اړوند په «ابراهیم خېل» سیمه کې د واورې اورښت له امله دوه کورونه نړیدلي دي او یادو کورنیو ته يې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
هېره دې نه وي چې په دې ورستیو کې د واورې اورښت، برف کوچونو او سېلابونو له امله د هیواد په ګڼو ولایتونو کې خلکو ته د سر او مال زیانونه اوښتي دي.