د لوګر امنیه قومنداني چارواکي وايي چې د دغه ولایت کشفي او امنیتي ځواکونو په مرکز پلعلم کې دوه کسان د نشهیي توکو د قاچاق او پلور په تور نیولي دي.
د دغه ولایت د امنیه قومنداني ویاند مولوي احمدالله انس سلاموطندار ته وویل چې یاد کسان تېره ورځ د لوګر امنیه قومنداني د لومړۍ امنیتي حوزې منسوبینو له لوري د کشفي معلوماتو په اساس د مرکز پلعلم ښار اړوند په «پښتوناباد» سیمه کې نیول شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
انس زیاتوي، له یادو کسانو سره دوه کیلو او سل ګرامه شيشه پوډر او یو کرولا ډوله موټر هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلی دی.
هغه وویل، نیول شوې کسانو به له پلټونو وروسته عدلیي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شي.
لوګر کې له دې وړاندې هم امنیتي ځواکونو د نشهيي توکو د قاچاق او پلور په تور کسان نیولي دي.