Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې د يوې ښځې او يوې نجلۍ د وژنې په تور دوه کسان نیول شوي

Salam_Watandar[1]

 د لوګر امنيه قومنداني چارواکي وايي امنيتي ځواکونو په مرکز پل‌علم ښار کې هغه دوه کسان نيولي چې د يوې ښځې او يوې نجلۍ په وژنې تورن دي.

د دغه ولايت امنيه قومنداني وياند مولوي احمدالله سلام‌وطندار ته وويل، دغه پېښه د شنبې پر شپه د مرکز پل‌علم ښار اړوند په «عمراباد» سیمه کې په يوه کور کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زياته کړه، يادو کسانو لومړی يوه ۶۰کلنه ښځه او يوه ۱۲کلنه نجلۍ بې هوښه کړي او بيايي د تبر په وسيله وژلي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه زياتوي، يادو کسانو له نوموړي کور څخه دوه سوه زره افغانۍ او څلور زره ډالره هم له ځان سره وړي دي. انس وايي، د پېښې دواړه قاتلین د امنیتي ځواکونو له لوري نيول شوي او په خپل جرم يې اعتراف کړی دی.

د ورکړل شويو معلوماتو له مخې ياد کسان به له څیړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپيژندل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام