Asset 1SWN

سلام وطندار

د پروان پوهنتون دوو زده‌کړیالانو درې‌بعدي پرینټر جوړ کړی

پروان پوهنتون زده‌کړیالان پرینټر (3)

د پروان پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي دوه زده‌کړیالان بریالي شوي چې په خپل شخصي لګښت له FDM ډول څخه د درې‌بعدي پرینټر دستګاه جوړه کړي.

د پروان پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د مالوماتي ټکنالوژۍ څانګې دوو فارغه شویو حسین او زمان وویل، د دغه درې‌بعدي پرینټر جوړولو لپاره یې ۲۰ زره افغانۍ لګولي او زیاتره پُرزې یې له ایران څخه واردې کړي.

دوی وویل، درې میاشتې وخت یې ونیوه چې دغه پرینټر چاپ ته اماده شي.

دغه زده‌کړیالان باور لري چې که مادي ملاتړ یې وشي کولی شي، دغه دستګاه به په لوړ قابلیت سره طراحي کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د دې ترڅنګ، د پروان پوهنتون رییس محمد عزیز کاظم د دغو دوو ځوانانو هڅې ستایي او له نورو زده‌کړیالانو غواړي چې له دغه ابتکار څخه په الهام اخیستو، د پنځونو لاره کې عملي ګامونه پورته کړي.

ښاغلی کاظم وايي، د پوهنتون اداره له دغسې ځوانانو ملاتړ او ورسره همکارۍ ته چمتو ده.

د هغه په وینا، تېر کال هم د کمپیوټر ساینس پوهنځي زده‌کړیالانو د ټکنالوژۍ ۸ پروژې طرحه کړې وې چې ځينو یې ټولني کې د تطبیق بڼه هم خپله کړې.

د یادونې ده چې دغو دوو زده‌کړیالانو دغه دستګاه د خپلې لیسانس دورې پایته رسولو پروژې په توګه د لارښود استاد تر نظر لاندې جوړه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام