پکتیکا کې چارواکي وايي چې د یاد ولایت په اړوند ولسوالیو کې د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د اوبورسولو دوه شبکې جوړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوي دي.
د پکتیکا ولایت مقام څخه نن يکشنبه، لړم۲۷مه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د اوبورسولو دغه شبکې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست سره په همغږی د یونېسف په مالي مرسته جوړې شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه شبکې په برمل او شکین ولسوالیو کې د څه باندې پنځه میلیونه افغانیو په لګښت رغول شوي.
خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي چې د يادو شبکو پر جوړېدو سره ۲۱۶ کورنيو ته د پاکو اوبو زمينه برابره شوه.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په یادو شبکو کې د ۹۰ مترو په ژوروالي د دوو څاګانو کیندل، د ۲۰ متر مکعب په وړتیا د دوو ذخیرو جوړول، د ۲۲ سولر تختو نښلول، د ۴۵۷۱ مترو په اوږدوالي پایپ غځول او د ۱۸۶ شیردهنونو نښلول شامل دي.
د یادو شبکو د کار په جریان کې لسګونه کارګرو ته د کار زمینه برابره شوې.