د لوګر د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولان وايي، د روشن مخابراتي شرکت دوه نوي مخابراتي سایټونه د محمدآغې ولسوالۍ په «میرزاخېلو چارکوټي» او د برکيبرک ولسوالۍ په «پادخواب روغني» سیمو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د لوګر د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ رییس مولوي مطیعالله عابد سلاموطندار ته وویل، د یادو سایټونو له فعالېدو سره زرګونه اوسېدونکي د روشن شرکت له معیاري مخابراتي او انټرنېټي خدماتو څخه برخمن شوي، هغه خدمات چې پخوا ورته لاسرسی نه و.
عابد همدارنګه زیاته کړه چې دغه سایټونه د روشن مخابراتي شرکت له لوري په بشپړ مالي لګښت جوړ شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه، د دې سایټونو په فعالېدو سره د یادو سیمو اوسېدونکي چې له مخابراتي او انټرنېټي خدماتو بېبرخې وو، اوس باکیفیته اړیکو ته لاسرسی لري چې دا چاره د خلکو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کېدو ترڅنګ، د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره هم مهمه بلل کېږي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د لوګر د مرکز پلعلم او یو شمېر ولسوالیو کې د بېلابېلو مخابراتي شرکتونو د څو نورو سایټونو له فعالېدو سره زرګونه اوسېدونکي د مخابراتي خدماتو څخه برخمن شوي دي.