Asset 1SWN

د هند په ای‌پي‌اېل لیګ کې نن دوه لوبې کېږي

400268

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې نن دوه لوبې کېږي چې لومړۍ لوبه کې به راجستان رویلز له کلکته نایټ‌رایډرز سره سیالي وکړي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن له غرمې وروسته ۲:۳۰ بجې د کلکتې په «اېډن ګارډنز کرېکټ لوبغالي» کې پیل شي.

دواړو لوبډلو کې افغان لوبغاړي هم لوبېږي. کلکتې کې رحمن‌الله ګربز او راجستان کې بیا فضل‌الحق فاروقي لوبه کوي.

کلکته نایټ‌رایډرز د سیالیو جدول په اووم او راجستان رویلز بیا اتم ځای لري. په روان لیګ کې به نن ماښام دویمه لوبه هم وشي چې پنجاب کنګز به لکناو سوپر جاینټز سره سیالي وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دغه لوبه به د افغانستان پر وخت د ماښام ۶:۳۰ بجې پیل شي. افغان لوبغاړی عظمت‌الله عمرزی هم له پنجاب کنګز سره لوبېږي.

پنجاب او لکناو په دغه لیګ تر دې مهاله لس لس لوبې کړي چې پنجاب کنګز ترې شپږ او لکناو سوپر جاینټز بیا پنځه ګټلې دي. پنجاب په جدول کې څلورم او لکناو بیا شپږم ځای لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام