د بادغیس د امنیې قومنداني ویاند صدیقالله صدیقي وایي چې په دې ولایت کې د یوه پلانکوچ موټر د چپهکېدو له امله دوه کسان مړه او لس نور ټپیان شوي دي.
په مړو شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د نوموړي په وینا، دغه ترافیکي پېښه د ابکمري ولسوالي د «هفت شهید» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
صدیقالله صدیقي زیاته کړه چې د پېښې د دوو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک وو چې د لاښې درملنې په موخه د هرات ولایتي روغتون ته انتقال شوي دي.
مسوولان د دې پېښې لامل د موټرچلوونکي بېاحتیاطي او د سړک خرابوالی یادوي.