د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت په اړوند سیمه کې د وسلهوالو د برید پرمهال دوه پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی.
پولیسو رسنیو ته ویلي چې برید په بنو کې د پولیسو پر پوستې شوی دی.
د دوی په وینا، وسلهوالو لومړی له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پوستې مخته چاودلی او وروسته یې، پر پولیسو ډزې پیل کړي دي.
وسلهوال بریدګر له برید وروسته تښتېدلي دي. تراوسه د دغه برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نهدی اخیستی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پاکستان په خېبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د وروستیو کلونو پرمهال د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي.
په دې ایالتونو کې ډېری بریدونه د پاکستان د پوځ او نظامیانو پر وړاندې کېږي.
پرون هم د بلوچستان په خضدار سیمه کې د پوځ اړوند دولتي ښوونځي د زدهکوونکو پر بس موټر د ځانمرګي برید له امله پنځه زدهکوونکي وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان وو.
د دغه برید مسوولیت هم چا یا کومې ډلې پر غاړه نهدی اخیستی.