Asset 1SWN

سلام وطندار

غزه کې دوه اسراییلي سرتېري ټپیان شوي

غزه کې اسراییلي سرتیرو ته مرګژوبله

د اسراییلو پوځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې غزه کې د نښتو پرمهال یې، دوه سرتېري سخت ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه سرتېري د غزې شمال کې د نښتو پرمهال ټپیان شوي دي.

د پوځ په وینا، دغه دوه سرتېري اسراییلو ته د درملنې لپاره لېږدول شوي او د دوی کورنیو ته خبر ورکړل شوی دی.

د اسراییلو پوځ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزییات نه‌دي ورکړل شوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د روانې اوونۍ د (سې‌‌شنبې، جولای ۱۵مه) د اسراییل ټایمز ورځ‌پاڼې راپور له مخې، غزه کې درې اسراییلي سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي شوی و.

هغه پېښه هم د غزې په شمال د جبالیا په سیمه کې رامنځته شوې وه.

د اسراییلو ټایمز ورځ‌پاڼې د معلوماتو له مخې، غزه کې د اسراییلو بریدونو پیل راهیسې تر دې مهاله ۴۵۴ سرتېري وژل شوي او ګڼ‌شمېر نور ټپیان دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام