د اسراییلو پوځ وايي چې غزه کې د نښتو پرمهال یې، دوه سرتېري وژل شوي او دوه نور سخت ټپي شوی دی.
د ټایمزاوف اسراییل خبري رسنۍ د راپور له مخې، دغه سرتیري د غزې سوېل رفح ښار کې د چاودنې پرمهال وژل شوي او ټپیان شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې سرتېري په یوه تونل کې پر چاڼیزو عملیاتو بوخت وو چې چاودنه پرې شوې ده.
غزه کې د حماس پروړاندې د روانو ځمکنیو عملیاتو له امله تر دې مهاله ۴۱۶ اسراییلي سرتیري وژل شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د وروستیو ورځو پرمهال حماس سره په نښته کې د اسراییلي سرتېرو مرګژوبله زیاته شوې. له دې څو ورځې وړاندې د جولان په لوړو کې هم یو سرتېری وژل شوی او یو بل ټپی شوی و.
همداراز د غزې په شمال کې د اسراییلو دوه او دوه نور سرتېري بیا د غزې ختیځ داراج او توفاه سیمو کې د نښتو او چاودنو پرمهال ټپیان شوي وو.