د اسراییلو پوځ وايي چې د غزې په سوېل کې د نښتو پرمهال یې، دوه سرتېري وژل شوي دي.
د پوځ په وینا، دواړه سرتېري د غزې په سوېل کې پرون شنبه، جولای ۲۶مه وژل شوي دي.
اسراییل ټایمز رسنۍ راپور ورکړی چې دغه دوه سرتېري د غزې سوېل خانیونس کې د عملیاتو پرمهال د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله وژل شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دوی موټر پر چاودېدوتکو ویشتل شوی دی. د وژل شویو سرتېرو نومونه «۲۲کلنه امیرسعد او ۲۰کلن انون نورېل وانا» یاد شوي دي.
غزه کې د اسراییلو د روانو بریدونو له پیل تر دې مهاله لږترلږه ۸۹۸ سرتېري وژل شوي او ګڼشمېر نور ټپیان دي.
د وروستیو اوونیو پرمهال د غزې په سوېل خانیونس او نورو سیمو کې د اسراییلي ځواکونو مرګژوبله زیاته شوې ده. له دې وړاندې هم دې سیمه کې اسراییلي سرتیري وژل شوي او ټپیان شوي وو.