د اسراییلو پوځ وايي چې غزه کې یې د نښتو پرمهال د فلسطینۍ «الجهاد» ډلې دوه قومندانان وژلي دي.
د اسراییلو د پوځ ل لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د مراد ناصر موسی ابوجراد او محمود شکري الدردساوي په بېلابېلو عملیاتو کې وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یادو کسانو د ۲۰۲۳کال د اکتوبر په اوومه پر اسراییلو د حماس د برید په پلان جوړولو او پلي کولو کې ښکېل وو.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
حماس ډلې تراوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
په ورته مهال اسراییلو ادعا کړې چې په ورته عملیاتو کې یې، د حماس ډلې یوشمېر نور غړي هم په نښه کړي دي.
دوی ټينګار کړی چې د اسراییلي وګړو د خوندیتوب لپاره به غزه کې د اسراییلي پوځیانو عملیات روان وي.