Asset 1SWN

سلام وطندار

زابل کې په ۹۰میلیونه افغانیو دوه روغتیايي پروژې پلې کېږي

شسشس

د زابل والي ملا شېرمحمد شریف د ولایتي روغتون په انګړ کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو مهمو روغتیايي پروژو د بنسټ ډبره کېښوده.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د زابل مرستیال والي مولوي سیدالرحمن حافظ، د ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي قدرت الله بدري، د عامې روغتیا رئیس ډاکټر میرویس افغان او یوشمېر نورو چارواکو هم ګډون کړی وو.

د عامې روغتیا رییس ډاکټر میرویس افغان په دې مراسمو کې وویل چې یادې پروژې دوه جلا درې‌ پوړیزه ودانۍ لري چې ټولیز ظرفیت یې ۱۵۰ بسترو ته رسېږي.

نوموړي زیاته کړه: «پر دغو دوو پروژو شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او د رغونې چارې به یې د یو کال په موده کې بشپړې شي، وروسته به د ګټې اخیستنې لپاره ولایتي روغتون ته وسپارل شي.»

ډاکټر میرویس افغان همداراز څرګنده کړه چې په یادو ودانیو کې به د شنې ساحې ترڅنګ د نارینه‌وو او ښځینه‌وو لپاره جلاجلا انتظارګاوې، د درملو د ساتنې ځانګړې خونې او نورې اړینې روغتیايي اسانتیاوې جوړې شي.


د زابل والي ملا شېرمحمد شریف د یادو پروژو د پلي‌کېدو لپاره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د ولس روغتیا د حکومت له لومړیتوبونو څخه ده. نوموړي زیاته کړه :«ولسي روغتیا او روغتیایې خدمات دحکومت له لومړیتوبونو څخه ده ، حکومت دې برخه کې په پوره توګه خدماتو ته ژمن دی.»

په ورته مهال د زابل ځایي اوسېدونکي د دغو روغتیايي پروژو له پیل څخه خوښي څرګندوي او وایي چې دا به د دوی ګڼو روغتیايي ستونزو ته د رسېدنې زمینه برابره کړي.

د زابل مرکز کلات ښار اوسېدونکي محمدویس وویل: «د نویو تعمیرونو په جوړېدو سره به ناروغان اړ نه سي، چې د درملنې لپاره نورو ولایتونو ته سفر وکړي ، هر څه ته به همدلته لاس رسی وي.»

زابل کې یادي روغتیایې پروژې پلي کېږي چې لاهم د دغه ولایت لري پرتو غرنیو سیمو کې ډېری ولسي وګړي د روغتیایې خدماتو له کمښت سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام