Asset 1SWN

پکتيا کې په ۱۰۵زره ډالر د دوو رغنيزو پروژو چارې پيل شوې

پکتیا-کانال

د پکتيا محلي مسوولان وايي چې په مرکز ګردېز ښار کې د ۱۰۵زره امريکايي ډالرو په لګښت د دوو کانالونو د جوړېدو چارې پيل شوې.

د پکتيا د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس نثاراحمد نجات وايي، يادې پروژې د ملګروملتونو د کډوالۍ ادارې«IOM»  په مشارکت او د جاپان په مالي مرسته جوړېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ياد کانالونه د سېلابونو مهار لپاره جوړېږي چې ورسره به سلګونه کورونه او په سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه د سيلاب له زیانونو وژغورل شي.

نوموړي وويل: «ياد دوه کانالونه د مرکز ګردېز اړوند د چوڼی او خطابې په کليو کې جوړيږي چې شاوخوا ۱۰۵ زره امريکايي ډالر لګښت پرې کېږي او د سيمې لسګونه خلکو ته به په‌کې د کار زمينه هم برابره شوې. ياد کانالونه ۷۲۰ متره اوږدوالی، دوه متر جيګوالي او ۲٫۶ متره سور لري.»

په ورته وخت کې د سيمې خلک هم د يادو پروژو چارو پيل ته خوښ دي. د مرکز ګردېز اړوند د خطابې کلي اوسېدونکي عبدالرحيم وويل چې تر دې وړاندې به يې سيمه کې د سېلاب‌راوتو له امله هرکال ګڼ کورونه او سلګونه جريبه کرنيز فصلونه له‌منځه تلل، خو په وینا یې، د کانالونو په جوړېدو سره به د سېلاب  اوبو مهار او خلک به له زيان وژغورل شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د مرکز ګردېز اړوند ډېری سيمو کې د منظمو کانالونو د نشتون له امله ډيری وخت سېلابونه د هستوګنې کورونه او کرنيزې ځمکې زيانمنوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام