Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې د دوه رغنیزو پروژو چارې پيل شوې

۲۲۲۲۲۱۱۱

د لوګر کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د کرنې او مالدارۍ وزارت او یوشمېر نړیوالو بنسټونو په همکارۍ د دوه رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.

د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي عبدالروف جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د څرخ ولسوالي په «ډبر» سیمه کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د یوه سربند د جوړیدو چارې پیل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه، « یاده پروژ کې د اوبو یو سربند د ۳۶ متره په اږدوالي او ۷ متره په لوړوالي، همدارنګه ۷۴ متره په اږدوالي یو کانال بیارغونه او د ۲۱۰ متره په اوږدوالي د اوبو یو استېنادي دیوال جوړیدل شامل دي.»

کرنې رئيس زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) له لوري د محمداغې ولسوالۍ د «زرغونښار» د اوبو کاریز د شاوخوا ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د بیارغاونې چارې پيل شوې.

هغه زیاتوي، یادې پروژې به په راتلوونکو پنځه میاشتو کې بشپړشي او شاوخوا ۴ سوه وزګارو کسانو ته به پکې د کارکولو زمینه برابره شي.

د پل علم یوه بزګر حاجي محمد امین سلام وطندار راډيو ته وویل، خوښ ده چې په دغه ولایت کې د کرنې اړوند دوه رغنیزې پروژې پیل شوې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي زیاته کړه چې د یادو پروژو له بشپړیدو سره به په څرخ او محمداغې ولسوالۍ کې سلګونه هکتاره ځمکه ودانه او د کرکېلې لپاره به مناسبې اوبه برابرې شي.

مرتبط با این خبر:

— لوګر کې ښوونکو ته د پور ورکړې صندوق پرانېستل شو

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام