کندهار کې چارواکي وايي چې د یاد ولایت په خاکرېز ولسوالي کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو مدیریت لپاره دوه چکډېمونه جوړېږي.
دغه چکډېمونه د ولایت مقام په ځانګړي لارښونه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي او مسلکي همکارۍ، د اقتصاد او کلیو پراختیا ریاست په همغږۍ، او د کانونو ریاست د پراختیایي بودیجې په مرسته جوړېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغو بندونو د تخنیکي سروې چارې د کرنې ریاست انجنیرانو او اړوندو ریاستونو استازو بشپړې کړي دي.
د طبیعي سرچینو ا مریت اینجینیر روحالله روحاني وایي چې د یادو چکډېمونو د جوړېدو چارې به د راتلونکو اوونیو په لړ کې پیل شي.
د هغه په وینا، دغه بندونه به په اساسي او پایدار ډول جوړ شي، څو د سیمې خلکو ته اوږدمهاله ګټه ورسوي.
نوموړي وویل: «د چکډیمونو جوړېدل نه یوازې دا چې د اورښتونو اوبه زېرمه کوي، بلکې د ځمکې لاندې د اوبو سطحه هم لوړوي، چې دا چاره د کروندګرو او مالدارانو لپاره ډېر اهمیت لري.»
د روحاني په وینا، د دغو بندونو له جوړېدو سره به د یادې ولسوالۍ ګڼو اوسېدونکو ته د لنډمهاله کار زمینه هم برابره شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمدحنیف حقمل وایي، دا چکډیمونه به د سیمې بزګرانو ته د اوبو ستونزې راکمې کړي او د کرنیزو محصولاتو حاصل به ورسره لوړ شي.
نوموړی وویل: «که دا ډول بندونه په دوامداره توګه جوړ شي، نو نه یوازې به د کرنیزو ځمکو د خړوبولو ستونزه هواره شي، بلکې د سیمې مالداران به هم د وچکالۍ له ګواښ څخه خوندي شي.»
دوه اوونۍ وړاندې د کندهار ارغستان ولسوالي سردرې سیمه کې هم د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت یو چکډېم جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.