Asset 1SWN

کندهار کې په څه باندې نهه زره ډالرو دوه چکډېمونه جوړ شول

IMG-20250511-WA0018

د کندهار په سپین‌بولدک ولسوالي کې د څه باندې نهه زره امریکایي ډالرو په لګښت دوه چکډېمونه جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.

دغه چکډېمونه د ملګروملتونو د کرنې او خوراک نړیوال سازمان (FAO) په مالي ملاتړ، د بشري خیریه موسسې (OHW) په تخنیکي همکارۍ او د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه جوړ شوي دي.

د کندهار د کرنې ریاست ویاند محمدحنیف حقمل وویل: «یاد چکډیمونه د سپین بولدک ولسوالي د ملاولي او مازسیزو په سیمو کې جوړ شوي چې ټولیز لګښت یې ۹۱۵۹ امریکایي ډالرو ته رسېږي.»

نوموړي زیاته کړه چې دغه چکډېمونه د ۴۰ ورځو په موده کې جوړ شوي چې د مازسیزو چکډېم ۱۷ متره اوږدوالی او د ملاولي چکډېم بیا ۲۲.۵ متره اوږدوالی او ۳.۶ متره لوړوالی لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


حقمل همداراز وویل: «د دغو چکډیمونو د جوړېدو پر مهال لسګونو کسانو ته د فني او غیر فني کارونو زمینه برابره شوې وه، چې دا کار د سیمه‌ییزې بې‌روزګارۍ په راکمولو کې مهم رول لري.»

د کرنې ریاست چارواکي وایي، د دې چکډېمونو جوړولو موخه د باراني اوبو راټولول، د ځمکې لاندې اوبو د سطحې لوړول او همداراز د سیمې بزګرانو او مالدارانو ته د اوبو د دوامدارې استفادې زمینه برابرول دي.

دوی ټینګار کوي چې دا ډول پروژې نه یوازې د کرنیزو فعالیتونو د پراخېدو لامل ګرځي، د کلیوالو خلکو اقتصادي وضعیت ته هم مثبته ګټه رسوي.

څه باندې دوه میاشتې وړاندې هم د کندهار د نېش ولسوالي اړوند یوه سیمه کې، د FAO د مالي ملاتړ او OHW تخنیکي همکارۍ په وسیله، د  شپږ زره امریکایي ډالرو په ارزښت یو چکډېم جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام