Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې دوه کسان د نشه‌يي توکو قاچاق او جعلي پيسو په تور نیول شوي

e319c59c-d039-41e4-a69e-225f14671fd1

د لوګر امنیه قومنداني مسوولان وایي چې امنیتي او کشفي ځواکونو د کابل-ګردېز پر لویه لاره د مرکز پل‌علم ښار اړوند په «خضر» بازار سیمه کې دوه کسان د نشه‌یي توکو قاچاق او جعلي بانک‌نوټونو په تړاو نیول شوې دي.

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند مولوي احمدالله انس سلام‌وطندار ته وویل، دغه کسان هغه مهال نیول شوي چې غوښتل یې د تېلو په یوه ټانک کې جعلي ډالر تبادله کړي.

د نوموړي په وینا، له یادو کسانو څخه جعلي امریکایي ډالر او یوه اندازه تابلیت‌کا ګولۍ هم ترلاسه شوې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


انیس که څه هم د جعلي پيسو او نشه‌یي توکو اندازه روښانه نه کړه، خو زیاته یې کړه چې نیول شوې کسان د خوست اوسېدونکې دي او اوس مهال په لوګر کې تر پلټنو لاندې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام