د هرات محلي مسوولان وایي چې په دغه ولایت کې هره ورځ تر دوه نیم میلیونه پورې د چرګانو هګۍ تولیدېږي او بازارونو ته وړاندې کېږي.
د هرات د والي ویاند محمدیوسف سعیدی سلاموطندار ته وايي، په نږدې راتلونکې کې د هګیو د تولید د څو نویو شرکتونو له فعالېدو سره به په دې ولایت کې د تولید کچه لا نوره هم لوړه شي.
د سعیدي په وینا، د هرات محلي اداره د پانګونې، په ځانګړي ډول د کرنې او مالدارۍ په برخو کې ملاتړ کوي او د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره یې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
له بلخوا، د «تخممرغ آسا» د تولیدي شرکت رییس محمودشاه محب وایي، چې په دغه شرکت کې هره ورځ شاوخوا ۵۰زره هګۍ تولیدېږي او محصولات یې د هېواد اتو نورو ولایتونو ته لېږدول کېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړی زیاتوي، که د هګیو واردات ودرول شي، کورني تولیدوونکي به وتوانېږي چې د بازار اړتیا په بشپړه توګه پوره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال هرات ته په خپل وروستي سفر کې ویلي، افغانستان د غوښې او هګیو د تولید له پلوه د ځانبسیاینې کچې ته رسېدلی او د دې سکتور کورني ظرفیتونه د ودې او پراختیا په حال کې دي.