Asset 1SWN

سلام وطندار

شل اووره نړیوال جام؛ وېسټ‌انډیز نیپال مات کړ

413546

د وېست‌انډیز کرېکټ ملي لوبډلې د شل اووره سیالیو نړیوال جام کې خپله درېیمه پرله‌پسې بریا خپله کړه او نیپال ته یې ماته ورکړه.

په دې لوبه کې نیپال لومړی توپ‌وهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې، د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۳ منډې وکړې او وېسټ‌انډیز ته یې، د ۱۳۴ منډو هدف ورکړ.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


وېسټ‌انډیز لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په ۱۵.۲ اوور کې ترلاسه او بریا یې خپله کړه.

د وېسټ‌انډیز لپاره په توپوهنه کې شې‌ هوپ ناسوځېدلې ۶۱ او شېمرن هېټ‌ماېر ناسوځېدلې ۴۶ منډې جوړې کړې.

په دې بریا سره وېسټ‌انډیز د روان شل اووره کرېکټ سیالیو نړیوال جام  د اتو غوره لوبډلو پړاو ته هم لاره پیدا کړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام