د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن چهارشنبه د ۲۰۲۶ کال د کرکټ شلاوریز نړیوال جام سالیو کې خپله دویمه لوبه د سویلي افریقا پر وړاندې ترسره کوي.
دغه لوبه نن ۱۰ بجې د هند احمداباد ښار کې ترسره کیږي.
افغانستان خپله لومړۍ لوبه د تېرې یکشنبې په ورځ نیوزیلنډ ته وبایلله او خپله درېیمه لوبه به د را روانې دوشنبې په ورځ ۱۰ بجې د عربي متحده اماراتو په وړاندې ترسره کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سږکال نړیوال شل اوریز جام سیالیو کې ۲۰ لوبډلې په څلورو ګروپونو وېشل شوي او افغانستان په D ګروپ کې له کاناډا، نیوزیلنډ، سویليافریقا او متحده عربي اماراتو سره لوبې لري.
له هر ګروپ څخه به دوه لوبډلې د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لاره پیدا کړي.