یوګاندا کې پولیس وايي چې د دغه هېواد په ختیځ کې د ځمکښوویېدنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۸ ته لوړ شوی دی.
پېښه نږدې یوه اوونۍ وړاندې شوې چې د پولیسو په وینا، لاهم یوشمېر کسان ورک دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په وژل شویو کې دوه او درې کلن ماشومان هم شامل دي.
وېره ده چې دې پېښه کې شاوخوا ۱۰۰ کسان ورک دي. پېښه د یوګاندا پلازمېنې کامپالا څخه ۳۰۰ کیلومټره لرې کینیا سره پولې ته نږدې د اېلګون غره په لمن کې رامنځته شوې.
له اکتوبر راهیسې د یوګاندا بېلابېلې سیمې د سختو اورښتونو او له امله یې، د سېلابونو راوتلو او ځمکښوویېدنې ځپلی چې دغه هېواد کې د اقلیمي بدلون اغېز بلل کېږي.
دې سیمه کې له دې وړاندې په ۲۰۱۰ کال هم د ځمکښوویېدنې ورته پېښه شوې وه چې پرمهال یې، ۸۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و، خو د تېرې چهارشنبې ورځې پېښه خونړۍ یاده شوې.
یوګاندا کې چارواکي وايي چې د ځمکښوویېدنې له خطر سره د مخ سیمو اوسېدونکو لپاره یې، نورو خوندي سیمو ته د لېږد هڅه کړې، خو په وینا یې، یادې سیمې بېوزله دي او نورو سیمو ته د تلو لپاره څه نهلري.