د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان خبرداری ورکړی چې اسراییل د ایران پر وړاندې د پوځي برید لپاره د مناسب فرصت په لټه کې دی او په وینا یې، دا ډول اقدام کولی شي د سیمې بېثباتي لا نوره هم زیاته کړي.
فیدان دا څرګندونې پرون جمعه، جنورۍ ۲۳مه، د ترکیې ټلویزیوني شبکې NTV سره په یوه مرکه کې وکړې.
هغه وویل هیله لري چې اسراییل له دې کار لاس په سر شي، خو ټینګار یې وکړ چې د اوسني وضعیت له مخې، په ځانګړي ډول اسراییل د ایران پر ضد د برید نیت لري.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دا ارزونه امریکا ته هم غځېږي، فیدان وویل چې د ده تمرکز تر ډېره پر اسراییلو دی، ځکه د ده په وینا، اسراییل په څرګنده توګه د داسې فرصت په لټه کې دی. دا څرګندونې د «ترکیې ټوډې» خبري شبکې هم راپور کړې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې نوموړي دا اندېښنې د ایران د وروستي سفر پرمهال په مستقیم ډول د هغه هېواد له چارواکو سره شریکې کړې دي.
د نوموړي په وینا، د یوه ملګري په توګه یې تهران ته ټول واقعیتونه ویلي، ځکه ریښتینی دوست ترخه خبرې هم کوي.
دا خبرداری وروسته له هغې ورکړل شوی چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پنجشنبې په ورځ د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په ټلیفوني خبرو کې وویل، ترکیه د ایران پر وړاندې د هر ډول بهرني پوځي مداخلې مخالفه ده او د خپل ګاونډي د سولې او ثبات ملاتړ کوي.