د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي د ترکيې له سفير جنک اونال سره د هغه د ماموريت د پای رسېدو په مناسبت لېدنه کړې ده. په دې لېدنه کې دواړو لورو د سياسي او اقتصادي اړيکو د پراختيا، دوه اړخيزو موضوعاتو او سيمهييزو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي.
د بهرنيو چارو وزارت په يوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د جنک اونال چارې په کابل کې د ترکيې د سفير په توګه پای ته رسېدلې دي.
اميرخان متقي د ترکيې له هڅو مننه کړې چې د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د خبرو لپاره يې د کوربتوب چمتووالی ښودلی او همدارنګه يې د سفير هڅې د دواړو هېوادونو په اړيکو کې ګټورې بللې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې ترکيې له اسلامي امارت سره نږدې اړيکې ساتلې دي. د دغه هېواد سفارت په کابل کې فعال دی او د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د زدهکړو او پراختیا ګڼې پروژې د ترکيې په مرسته پلي شوي دي.