Asset 1SWN

سلام وطندار

ترکیې د هرات حوزوي روغتون سره طبي مرسته کړې

IMG-20260222-WA0009

ترکیې د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه د هرات حوزوي روغتون سره د طبي تجهیزاتو مرسته کړې.

هرات کې د ترکیې د همکارۍ اژانس «تیکا» دفتر مسوول عرفات دنیز وايي، د هرات حوزوي روغتون د وینې بانک څانګه یې په طبي تجهیزاتو سمباله کړې.

د هغه په وینا، د یادو تجهیزاتو په فعالېدو سره به د ټرافیکي پېښو، جراحۍ عملیاتو او بحراني حالت لرونکو ناروغانو لپاره د اړتیا وړ وینې برابرول پرته له ځنډ ممکن شي.

نوموړي ټینګار کړی چې د روغتیايي سکتور ملاتړ د دې دفتر له لومړیتوبونو څخه دی او هڅه کوي د ورته پروژو په پلي کولو سره، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د درملنې خدمتونو کچه لوړه کړي.

هغه وویل، دغو تجهیزاتو د وینې د خوندي ساتنې، معیاري زېرمه کولو ظرفیت په پام وړ ډول لوړ کړی او د وینې اړمنو ناروغانو لپاره د اغېزمن او پر وخت کارونې زمینه برابروي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام