د ترکیې دفاع وزارت وايي چې د یوروفایټر ټایفون جنګي جېټالوتکو پېر لپاره یې، ټولې هڅې ګړندۍ کړي دي.
ترکیې تېرکال ویلي و چې د یوروفایټر کنسرسیوم غړیو هېوادونو اسپانیا او برېټانیا سره د ټایفون جېټالوتکو پېر لپاره خبرې پیل کړي چې جرمني پر ترکیې د یادو الوتکو پېر سره مخالفت څرګند کړی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
تېره میاشت د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګروملتونو سازمان عمومي غونډه کې د جرمني له لومړي وزیر اولف شولز سره ولیدل او ټاکل شوې چې راتلونکې شنبه شولز ترکیې ته سفر وکړي.
تمه ده د یادو الوتکو په اړه هم د اردوغان او شولز ترمنځ خبري وشي.
د دفاع وزارت یوه چارواکي خبریالانو ته ویلي: «د یوروفایټر ټایفون جټالوتکو د پېر لپاره په تخنیکي کچه کار روان دی. د دې کار موخه د دې پروسې چټکتیا ده. په دې کارونو کې کوم شرط نهدی رامنځته شوی.»
د یوروفایټرز کنسرسیون غړي هېوادونه جرمني، اسپانیا، برېټانیا او اېټالیا دي او د اېربس، بای سېسټم او لیونارډو شرکتونو له لوري وړاندې کېږي.