د ترکیې د دفاع وزارت اعلان کړی چې د سیمې د وروستي امنیتي وضعیت له امله یې د شمالي قبرس ترکي جمهوریت ته شپږ اېف–۱۶ جنګي الوتکې او هوايي دفاعي سیستمونه لېږلي دي.
وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دغه اقدام د سیمې د امنیتي وضعیت د بدلونونو له امله شوی دی.
د بیان له مخې، که اړتیا وي او وضعیت نور هم بدل شي، ترکیه به د امنیت د ټینګښت لپاره نور اضافي اقدامات هم وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د شمالي قبرس ترکي جمهوریت په ۱۹۸۳کال کې د ترکیې په ملاتړ د خپلواکۍ اعلان وکړ، خو تراوسه یوازې ترکیه دا اداره په رسمیت پېژني.
ترکیه له اوږدې مودې راهیسې په دې سیمه کې پوځي حضور لري.