Asset 1SWN

سلام وطندار

ترکیه د کرنې او ځنګلونو برخه کې افغانستان سره همکاري کوي

وزارت-زارعت-rbcnt1j28r7lewlc96fkmsazystemtdaegtcylyvmc

د کرنې، اوبولګو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثمانی، ترکیې ته د سفر پرمهال د دغه هېواد د کرنې او ځنګلونو د څېړنو عمومي رییس سره کتلي  او د دواړو هېوادونو د کرنې برخه کې د همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ترکیې د کرنې او ځنګلونو د څېړنو عمومي ریاست په دې لیدنه کې چمتووالی ښودلی، څو په کرنه او ځنګل‌دارۍ کې له افغانستان سره پراخه همکاري وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


صدراعظم عثمانی په دې لیدنه کې د کرنې او ځنګل‌دارۍ په څېړنو کې د تخنیکي او علمي ظرفیتونو د لوړولو اهمیت یادونه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې دا همکاري به د طبیعي سرچینو په سمه اداره او د افغانستان د کرنې د پایدارې پراختیا لپاره ګټورې وي.

د ترکیې د کرنې او ځنګلونو عمومي ریاست د دغه هېواد یو له مهمو علمي او څېړنیزو مرکزونو څخه دی چې د نوې ټکنالوژۍ د پراختیا او د طبیعي سرچینو د ساتنې په برخه کې فعالیت کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام