د ترکیې د دفاع وزارت نن سهشنبه، (کب ۱۹مه) اعلان کړی چې د شمالي اتلانټیک تړون سازمان «ناټو» د دفاعي تدابیرو په چوکاټ کې د امریکا پاتریوت توغندیز سېسټم په مالاتیا ولایت کې ځای پر ځای شوې دی.
د مالاتیا په سیمه کې د ناتو اړوند کورجیک راداري مرکز موقعیت لري چې د یاد سازمان لپاره ډېر مهم معلومات برابروي. دغه مرکز د دوو ایراني بالستیک توغندیو د موقعیت په پېژندنه کې مرسته کړې، کوم چې د ترکیې پر لور روان وو.
د دفاع وزارت په بیان کې ویل شوي چې ترکیه به د ناتو له متحدانو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي او د سیمې وضعیت به په دقت وڅاري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
څو ورځې مخکې د ناتو د جګړهییز ځواکونو مشرانو اعلان کړی و چې د ایران له لوري د توغندي په پېښو کې د غبرګون په توګه به د بالستیک دفاع سیستمونه په ټولو غړو هیوادونو کې پیاوړي شي.
د ناتو د اروپایي جګړهییزو ځواکونو ویاند، مارتین اودونل، ویلي چې د چمتوالي کچه به تر هغې لوړه وساتل شي، څو د «ایران د پرلهپسې بریدونو» ګواښونه کم شوي نه وي.