Asset 1SWN

ترابي: د لوګر سېلاب‌ځپلو کورنیو ستونزو ته به رسېدنه وشي

514634247_122157013196584297_4074391067686825440_n

د پېښو پر وړاندې مبارزې او چمتوالي ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي لوګر ته د یوه سفر په ترڅ کې خبریالانو ته ویلي چې د یاد ولایت سېلاب‌ځپلو ستونزو ته به رسېدنه وشي.

د نوموړي په وینا، دغه ولایت کې روانه اوونۍ له سختو اوروښتونو وروسته سېلابونه راوتلي او دغه سېلابونو په مرکز پل‌علم، محمداغې او ازرې ولسوالیو کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

ترابي زیاته کړه، د پېښو پر وړاندې مبارزې او چمتوالي ملي اداره به د لوګر سېلاب‌ځپلیو کورنیو شته ستونزو ته جدي رسېدنه وکړي او نړیوال بنسټونه به دې‌ته وهڅوي چې د سېلاب‌ځپلیو کورنیو لاسنیوی وکړي.

ورته مهال د لوګر د طبیعي پېښو پرضد مبارزې ریاست ریيس قاري نورالله محمود وویل، د لوګر له یوشمېر ادارو سره په همغږي یې تېره ورځ په مرکز پل‌علم کې په ۱۲۵ سېلاب‌ځپلیو کورنیو د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وېشلې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه زیاته کړه، اوس هم د لوګر په یوشمېر ولسوالیو کې د سېلاب‌ځپلیو کورنیو دقیقه سروې روانه ده او له یادو کورنیو سره به هم مرستې وشي.

هېره دې نه وي چې روانه اونۍ لوګر کې سېلابونو خلکو ته په مرکز پل علم، محمداغې او ازرې ولسوالیو کې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام