Asset 1SWN

سلام وطندار

ټرمپ په نړیواله کچه د ۱۰سلنه تعرفې لګولو ژمنه کړې

ډونالډ ټرمپ

په داسې حال کې چې د متحده ایالتونو سترې محکمې د یوه حکم په صادرولو سره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا پر هېوادونو لګول شوې تعرفې غیرقانوني بللي، خو ټرمپ یو ځل بیا په ټولو هېوادونو د ۱۰ سلنه تعرفې لګولو ژمنه کړې.

هغه د سترې محکمې پر ضد سخت غبرګون ښودلی او ټینګار کړی، چې تعرفې به له بدیلو لارو عملي کړي.

ټرمپ د جمعې په ورځ د یوې غونډې پرمهال په سترې محکمې نیوکه وکړه او ویې ویل، دغه محکمه «د بهرنیو ګټو تر اغېز لاندې» راغلې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ډونالډ ټرمپ زیاته کړې چې د IEEPA پر ځای به د ۱۹۶۲ کال د سوداګرۍ پراختیا له قانونه کار واخلي، څو د ۱۵۰ ورځو لپاره پر نړیواله کچه ۱۰ سلنه تعرفه ولګوي او د هغو ځینو تعرفو ځای ونیسي چې محکمې لغوه کړې وې.

د امریکا ولسمشر د محکمې پرېکړه بې‌ارزښته وبلله او وې ویل: «زه د تعرفو لګولو حق لرم او تل مې د تعرفو لګولو حق درلود.»

هغه وویل: «دا زموږ هېواد ته ډېره زیاته اندازه پیسې راوړي. او بیا به د شاوخوا پنځو میاشتو په موده کې اړینې بېلابېلې څېړنې ترسره کړو، څو پر نورو هېوادونو عادلانه تعرفې ولګوو.»

هغه زیاته کړه، د ناعادلانه سوداګریزو کړنو په اړه څېړنې به هم دا زمینه برابره کړي چې د تعرفو خپل کمپاین لا پراخ کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام