Asset 1SWN

سلام وطندار

ټرمپ ایران ته: که معترضان ووژل شي، مداخله کوو

06-20-trump-policies01

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په تازه څرګندونو کې ويلي چې په ايران کې روانو اعتراضونو جدي بڼه غوره کړې او ادعا يې کړې چې معترضان د هېواد پر يوشمېر ښارونو د کنټرول هڅه کوي.

ټرمپ د جمعې پر ورځ په يوه وينا کې خبرداری ورکړی، که د ايران حکومت د معترضانو د وژلو اقدام وکړي، نو امريکا به مداخله وکړي. هغه ټينګار وکړ چې دا مداخله به د پوځي ځواکونو د لېږلو معنا ونه‌لري.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ وويل، ايران له ستر کړکېچ سره مخ دی او څو اوونۍ وړاندې هېچا فکر نه کاوه چې خلک به دومره پراخ اعتراضونه وکړي. نوموړي زياته کړه چې واشنګټن د ايران وضعيت له نږدې څاري.

په همدې حال کې د ايران حکومت د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته په استول شوې شکايت‌ليک کې امريکا تورنه کړې چې د ايران دننه اعتراضونه يې تاوتريخوالي او تخريب ته هڅولي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


له بل‌خوا، د جرمني، بريتانيا او فرانسې څخه جوړه اروپايي تروئيکا د امنيتي ځواکونو له لوري د معترضانو پر ضد تاوتريخوالی وغنده او د خلکو وژل يې په کلکه محکوم کړل.

راپورونه وايي چې د انټرنېټ له پرې کېدو سره سره، د تهران او نورو لويو ښارونو په ګډون په بېلابېلو ولايتونو کې اعتراضونه دوام لري.

د ايران مذهبي مشر علي خامنه‌‌يي معترضان «وران‌کاره» بللي او د ټرمپ څرګندونې يې بې‌ربطه ګڼلې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام