د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې نور به د ونزویلا تېل او مالي سرچینې کیوبا ته ونه رسېږي او له کمونستي واکمنۍ لاندې دغه هېواد ته یې خبرداری ورکړی چې له واشنګټن سره دې ژر تر ژره یو تړون وکړي.
ټرمپ دا څرګندونې د یکشنبې پر ورځ پر خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشل» وکړې. هغه لیکلي: «نور به هېڅ تېل او هېڅ پیسې کیوبا ته نه ځي؛ صفر! زه په ټینګه سپارښتنه کوم چې مخکې له دې چې ډېر ناوخته شي، یو تړون وکړئ.»
هغه زیاته کړه چې کیوبا د کلونو لپاره د ونزویلا له لوري د تېلو او پیسو پر مرستو متکي وه.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ونزویلا د کیوبا تر ټولو لوی د تېلو عرضه کوونکی هېواد بلل کېږي، خو د وروستیو معلوماتو له مخې، د امریکا د تېلو بندیز او د ونزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو د نیولکېدو وروسته، د ونزویلا له بندرونو څخه کیوبا ته د تېلو هېڅ بار نهدی لېږدول شوی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ټرمپ د خپل وړاندیز شوي تړون په اړه نور جزیات ورنه کړل، خو امریکايي چارواکو په وروستیو اوونیو کې پر کیوبا خپله ژبه لا سخته کړې ده.
نوموړي همداراز پر ټروت سوشل یو پیغام بیا خپور کړی چې پکې وړاندیز شوی و، ښايي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د کیوبا ولسمشر شي. ټرمپ د دې پوسټ تر څنګ ولیکل: «ښه ښکاري.»
دا وروستۍ څرګندونې ښيي چې د امریکا او کیوبا ترمنځ اوږدمهاله سیاسي کړکېچ لا پسې ژور شوی او واشنګټن هڅه کوي پر هاوانا اقتصادي او سیاسي فشارونه زیات کړي.