د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کاناډا ته ګواښ کړی چې که له چین سره سوداګریزه معامله وکړي، نو په ټولو کاناډايي توکو او محصولاتو به چې متحده ایالتونو ته ورځي، ۱۰۰ سلنه تعرفه ولګوي.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، ډونالډ ټرمپ ویلي چې که کاناډا له چین سره د سوداګرۍ تړون تعقیب کړي دا به هغه هېواد له خطر سره مخ کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ډونالډ ټرمپ په ټولنیزه رسنۍ تروت سوشل کې لیکلي: «چین به کاناډا ژوندۍ وخوري، د دوی د سوداګرۍ په شمول به یې، په بشپړه توګه وخوري، ټولنیز جوړښت به یې ویجاړ کړي.»
دا داسې مهال دی چې د کاناډا لومړي وزیر روانه میاشت چین ته له سفر وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې د پام وړ پرمختګ رامنځ ته شوی دی.