د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي چې ایران لېواله دی د خپل اټومي او توغندیز پروګرام په اړه له واشنګټن سره هوکړې ته ورسېږي.
ټرمپ له «فاکس بیزنس» شبکې سره په مرکه کې ویلي چې د امریکا یوه ستره سمندري بېړۍ د ایران پر لور روانه ده. نوموړي زیاته کړه: «زه فکر کوم هغوی غواړي هوکړې ته ورسېږي، او که دا کار ونه کړي، احمقان به وي.»
د امریکا ولسمشر همدارنګه ادعا وکړه چې متحده ایالاتو پخوا د ایران «اټومي وړتیاوې» لهمنځه وړي او ویې ویل چې واشنګټن به دا هم وارزوي چې ایا دا ځل نور هدفونه هم په نښه کوي او که نه؟
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ټرمپ ټینګار وکړ چې هر ډول هوکړه باید «ښه هوکړه» وي، او ویې ویل: «نه اټومي وسلې، نه توغندي؛ له دې څخه هېڅ یو.»
نوموړي تر دې وړاندې د اسراییل له «۱۲ چینل» سره په خبرو کې ویلي و چې د منځني ختیځ سیمې ته د یوې بلې الوتکو وړونکې بېړۍ د لېږلو په اړه غور کوي.
ټرمپ خبرداری ورکړی و چې که هوکړه ترلاسه نهشي، امریکا به اړ شي «ډېر سخت ګامونه» واخلي او زیاته کړې یې وه: «یا هوکړې ته رسېږو او یا به ډېر سخت اقدام ته اړ شو.»