Asset 1SWN

سلام وطندار

ټرمپ د دفاع وزارت نوم د جګړې وزارت ته بدل کړ

06-20-trump-policies01

د امریکا ولسمشر دونالد ترامپ د یوه اجرايي فرمان په لاسلیکولو سره د یاد هېواد د دفاع وزارت نوم، د «جګړې وزارت» ته بدل کړی دی.

له دویمې جګړې راوروسته د امریکا د دفاع وزارت نوم د جګړې وزارت په نوم یادېده او د جګړو مخنیوي برخه کې د امریکا د پینټاګون رول څرګندولو لپاره په دې نوم نومول شوی و.

دغه اقدام د ترامپ تازه هڅه ګڼل کېږي چې د امریکا د پوځ او پوځې ادارو انځور بیا تعریف کړي. مخکې هغه د واشنګتن په مرکز کې د ځانګړي پوځي پرېډ مشري کړې او د ۲۰۲۰ کال د نژادي عدالت اعتراضونو وروسته د ځینو پوځي اډو نومونه بیرته اصلي نومونو ته بدل کړي دي.

دا پرېکړه ښيي چې ولسمشر ټرمپ د پوځ د هویت او تاریخ په اړه پراخې سیاسي او ستراتیژیکې موخې څاري او د امریکا د پوځ عمومي تصویر ته نوې بڼه ورکوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دا فرمان د دې وزارت د نوم بدلولو اجازه ورکوي چې د دفاع وزارت اوسني وزیر پیټرز هگست او نورو لوړپوړو چارواکو ته د رسمي مکاتبو په ترڅ کې د «جګړې وزیر» او «د جګړې مرستیال وزیر» لقبونه وکارول شي.

ټرمپ د دې فرمان د لاسلیک پرمهال په سپینه ماڼۍ کې وویل: «دا بدلول ډېر مهم دی، ځکه چې یو موقف څرګندوي او هغه موقف بریا ده.»

دغه فرمان هگست مکلفوي چې اړین وړاندیزونه د قانون جوړونې او اجراییوي اقداماتو لپاره وړاندې کړي، څو نوی نوم دایمي شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام