د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون جمعه، اکتوبر ۱۷مه د اوکراین له ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي سره د سپینېماڼۍ په ناسته کې وویل چې د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین غواړي د اوکراین جګړه پای ته ورسوي، خو زېلېنسکي په ځواب کې څرګنده کړه چې پوتین لا د سولې لپاره چمتو نه دی.
ټرمپ وویل هیلهمن دی چې دا جګړه د اوکراین له لوري د «تاماهاوک» توغندیو د کارونې پرته پای ته ورسېږي. نوموړي د روسیې د خاورې په ژورو برخو کې د بریدونو پراخول د «تشدید نښه» وبلله او زیاته یې کړه چې د دې موضوع په اړه به له زېلېنسکي سره خبرې وکړي.
زېلېنسکي د خبرو پرمهال ټینګار وکړ چې د غزې له اوربند وروسته، اوس د امریکا ولسمشر «ځواک» لري چې د روسیې او اوکراین ترمنځ روانه جګړه پای ته ورسوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ټرمپ د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل: «بلې، موږ یې کولای شو» او د پوتین د قناعت لپاره یې خپل ډاډ څرګند کړ.»
هغه همداراز د یو درې اړخیزې غونډې د احتمال یادونه وکړه چې پهکې زېلېنسکي او پوتین دواړو ګډون کړی وو. د لیدنې پرمهال ټرمپ د زېلېنسکي ستاینه وکړه او هغه یې «پیاوړی مشر» وباله چې د ګڼو ننګونو له لارې تېر شوی دی.