سپینه ماڼۍ کې د اوکراین او امریکا ولسمشر ترمنځ له جنجالي لیدنې وروسته، د دواړو خواوو پلاویو تېره ورځ د سعودي عربستان په جدې ښار کې غونډه کړې او د سولې او له اوکراین څخه د امریکا د ملاتړ دوام په اړه یې خبرې کړي دي.
د دواړو خواوو ترمنځ خبرې له اتو ساعتو هم اوږدې شوي او په پایته رسېدو سره یې، د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو یوه خبري غونډه کې وویل، اوکراین د اوربند هوکړه منلې او واشنګټن هم له دغه هېواد سره پوځي او اطلاعاتي مرستې له سره پیلوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «کوم وړاندیز چې اوکراینیانو منلی، اوربند او په دایمي ډول د دغو نښتو پایته رسولو لپاره هرڅه ژر د مذاکراتو پیلول دي. اوس به دغه وړاندیز روسانو ته وړاندې کړو او هیله مند یو چې هغوی هم مثبت ځواب ورکړي.»
دغو خبرو سره هممهاله، اوکراین پر روسیې بېپیلوټه برید کړی چې پهکې دوه کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.
د اوربند له هوکړې یو ساعت وروسته د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي وویل، امریکا باید روسیه د ۳۰ ورځني اوربند منلو ته اړ کړي. هغه ټینګار کړی چې تل د مسکو او کیف ترمنځ د سولې ټینګښت پلوی دی.
هغه وویل: «اوکراین له لومړيو د سولې په لټه کې دی. مونږ غواړو هر ممکنه کار ترسره کړو، ترڅو هرڅه ژر سوله تامین شي. داسې چې نور جګړه ونه شي. امریکايي لوری زمونږ استدلال درک کوي او زمونږ وړاندیزونه مني.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ هم یوه خبري غونډه کې هیله څرګنده کړې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دغه هوکړه ومني او دواړو خواوو ترمنځ سوله تامین شي.
ټرامپ زیاته کړې چې د دغه وړاندیز په اړه به راتلونکې اوونۍ خپل روسي سیال سره خبرې وکړي. د چارو یوشمېر کارپوهان وايي، اوس د روسیې او اوکراین ترمنځ د اوربند ټینګښت د روسیې ځواب او عملکرد پورې تړاو لري.
د نړیوالو چارو شنونکی حبیب جعفري په دې باور دی چې دواړه خواووې دې له دغه فرصت څخه په استفادې د تلپاتې سولې لپاره لارې چارې ولټوي.
هغه وویل: «د یوې اوونۍ اوربند به دواړو لوریو ته ښه فرصت په لاس ورکړي، څو دوی خپلو ملاتړو هېوادونو او خواوو سره د تلپاتې سولې لپاره مشورې ورکړي او حل لارې ورته ولټوي. »
خو د نړیوالو چارو یو بل شنونکی مطیعالله ارینپور وايي، که چېرې د مسکو له لوري د اوربند طرحه تایید شي، دا به تر ډېره د اوکراین په ګټه ووسي.
هغه وویل: «د ۳۰ ورځې اوربند ښايي روسیې ته ډېر فرصت ونهلري، خو اوکراین ته ویلی شو چې خپلې لومړۍ کرښې پیاوړې کړي، اروپايي، لوېدیځ او امریکايي هېوادونو تازه وسلې واخلي، څو وکولای شي، په پیاوړې توګه له ځان دفاع وکړي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
روسیې تراوسه په رسمي ډول د اوربند وړاندیز په اړه کوم غبرګون نه دی ښوولی، خو باید وویل شي چې مسکو تر دې وړاندې موقتي اوربند چې د برتانیې او فرانسې له لوري وړاندیز شوی وو، رد کړی او ټینګار یې کړی وو چې د جګړې پایته رسولو لپاره قطعي هوکړه د منلو وړ ده.