د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په آلاسکا کې له نږدې درې ساعته خبرو وروسته د اوکراین جګړې په تړاو کومې هوکړې ته ونه رسېدل.
خو د راپورونو پر اساس، ټرمپ دغه ناسته ګټوره بللې او ویلي، پر ډېرو مواردو کې پرمختګ شوی، خو یو څو مهم اختلافات لا هم پر ځای پاتې دي.
ډونالډ ټرمپ وویل: «تر هغه چې تړون نه وي شوی، هیڅ معامله نشته، خو اوکراین باید له هرې معاملې سره موافقه وکړي.»
د روسیې ولسمشر پوتین هم د خبرو فضا ښه بللې او ټینګار یې کړی چې د اوکراین کړکېچ د تلپاتې حل لپاره باید د جګړې اصلي لاملونه له منځه یوړل شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل چې د شخړې پایته رسولو لپاره “په صادقانه توګه لیوالتیا لري”، خو نور جزئیات یې ورنه کړل.
ټرمپ او پوتین دواړو د اړیکو د پراختیا او راتلونکو لیدنو هیله څرګنده کړې ده.
ورته وخت کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، هیڅ داسې شواهد نشته چې د ورسیې ولسمشر پوتین وغواړي دا جګړه پای ته ورسوي.