Asset 1SWN

سلام وطندار

ټرمپ: د دې وخت دی چې ایران کې د نوې رهبرۍ په لټه کې شو

ډونالډ ټرمپ امریکا ولسمشر

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ شنبه (د مرغومې ۲۷مه) د ایران د اسلامي جمهوریت مشر علي خامنه‌‌يي د تندو څرګندونو په غبرګون کې وویل، «اوس د دې وخت رارسېدلی چې په ایران کې د نوې رهبرۍ په لټه کې شو.»

ټرمپ له «پولیتیکو» مجلې سره په مرکه کې ویلي: «دا سړی [خامنه‌يي] یو ناروغ انسان دی چې باید خپل هېواد سم اداره کړي او د خلکو له وژلو لاس واخلي. د هغه هېواد د کمزورې رهبرۍ له امله، د ژوند کولو لپاره د نړۍ تر ټولو بدځای ګرځېدلی دی.»

د پولیتیکو د راپور له مخې، ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د ایران د مشر له لوري پر اېکس ټولنیزه شبکه د هغه پر ضد خپاره شوي یو لړ توند پیغامونه ورته ولوستل شول.

تر دې مخکې، علي خامنه‌‌يي د مرغومې میاشتې د پراخو اعتراضونو پرمهال د ایراني وګړو د وژل‌کېدو پړه د امریکا پر ولسمشر ډونالد ټرمپ اچولې وه.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خامنه‌‌يي پرون شنبه یاد اعتراضونه «مهم نړیوال او کورني شرایط» بللي او ویلي یې دي چې ټرمپ د «تلفاتو، زیانونو او هغه تور له امله چې د ایران ملت ته یې لګولی» مجرم دی. هغه زیاته کړې: «هغوی چې ویجاړي یې وکړې، خلک یې ووژل او اورونه یې ولګول، د ایران ملت وبلل شول، دا جرم دی.»

ډونالد ټرمپ هم د شنبې پر ورځ، د دې پوښتنې په ځواب کې چې امریکا ښايي په ایران کې د احتمالي پوځي عملیات تر کومه بریده لاړه شي؟ وویل: «تر ټولو ښه پرېکړه چې هغه [خامنه‌‌يي] تر اوسه کړې دا وه چې دوه ورځې وړاندې یې له ۸۰۰ کسانو د اعدامولو ډډه وکړه.»

د ټرمپ دا څرګندونې لږ وروسته له هغې خپرې شوې چې د علي خامنه‌‌يي رسمي اېکس حساب یو لړ پیغامونه خپاره کړل او پکې یې د امریکا ولسمشر د ایران د مرګونو او ناارامیو مسوول وباله. خامنه‌‌يي په یوه پیغام کې لیکلي: «موږ د امریکا ولسمشر د هغو تلفات، زیانونو او تهمتونو له امله ګناه‌کار بولو چې د ایران ملت ته یې اړولي دي.»

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام