Asset 1SWN

پر افغانستان او هېوادونو تعرفې لګول؛ ټرمپ: امریکا به شتمنه کړي

5e0a4050361c799d314a847dcbb12608

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په ګډون د خپلو نږدې او سیالو هېوادونو پر ټولو وارداتي توکو د درنو ګمرکي تعرفو پلي‌کولو فرمان لاسلیک کړ.

ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د هېوادونو لپاره د نویو تعرفو د اعلان په مراسمو کې دغه ورځ «د ازادۍ ورځ» په نوم یاد کړه.

ټرمپ سپینه ماڼۍ کې همداراز اعلان وکړ چې امریکا ته پر ټولو واردېدونکو موټرونو سر له همدا نن شپې «چهارشنبه» ۲۵ سلنه تعرفه وضع کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې تر راتلونکو درېیو ورځو (د اپرېل ۵مه) به پر نورو ټولو وارداتي توکو هم لږترلږه ۱۰ سلنه تعرفه پلې شي.

ډونلډ ترمپ د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته د امریکا پر صادراتي توکو او مقابل کې یې اوس د ده د ادارې لخوا امریکا ته له دې هېوادونو پر ورتلونکو توکو د دغو نویو تعرفو اندازه پر یوه بورډ لیکلې او رسنیو ته وښوده.



سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په دې غونډه کې ټرمپ د نړۍ ګڼو هېوادونو پروړاندې د ګمرکي تعرفې نوملړ په ډاګه کړ او وې ویل: «سترګې د سترګو پروړاندې، غاښونه د غاښونو پروړاندې، له دې هېڅ ساده څه نه‌شي کېدای.»

ټرمپ همداراز ژمنه وکړه چې لګول شوې نوې تعرفې به امریکا یو ځل بیا شتمنه کړي. «دا ګمرکي تعرفې لامل کېږي چې ډېر ژر بېرته میلیاردونه ډالر ترلاسه کړو؛ د امریکا طلايي دور بېرته راګرځي.»

د ډونالډ ټرمپ له لوري د نویو ګمرکي تعرفو اعلان سره هم‌مهاله د نړۍ ګڼ‌شمېر هېوادونو د نوموړي دې پرېکړې ته کلک غبرګون ښودلی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام