Asset 1SWN

ټرمپ: که د روسیې جټ‌الوتکو د ناتو حریم نقض کړ، باید وویشتل شي

ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي چې د ناتو غړي هېوادونه باید هغه روسي جنګي الوتکې په نښه کړي چې د دوی هوایي حریم ته ورننوځي.

ټرمپ دا څرګندونې د ملګروملتونو د عمومي اسامبلې د کلنۍ غونډې په څنډه کې د اوکراین له ولسمشر، ولودېمیر زېلېنسکي سره د لیدنې پرمهال کړي دي.

کله چې له هغه وپوښتل شول که د یوه هېواد هوايي حریم د روسیې له لوري نقض شي، ایا باید الوتکه وویشتل شي؟ ټرمپ په ځواب کې وویل: «هو، زه به دا کار وکړم.»

هغه زیاته کړه چې د امریکا ملاتړ به په هر حالت کې «د شرایطو پربنسټ» وي. دا څرګندونې داسې مهال ديچې واشنګټن ښايي تل د خپلو اروپايي متحدینو بشپړ ملاتړ ونه‌کړي او پرېکړه به د حالاتو له مخې وي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا د ناتو سرمنشي ټینګار کړی چې د دې سازمان ټول غړي د ګډ دفاع تړون ته ژمن دي، خو په ښکاره یې ونه ویل چې د روسیې هره نقضوونکې الوتکه به هرومرو ویشتل کېږي که نه؟

 ځینو اروپايي هېوادونو محتاط غبرګون ښودلی، خو د ختیځې اروپا مشران د ټرمپ د توند دریځ هرکلی کوي او دا یې د امریکا د ملاتړ څرګنده نښه بللې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام