Asset 1SWN

ټرمپ: که بریالی نشم، ښايي درېیمه نړیواله جګړه رامنځته شي

trump_mad

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتن‌یاهو سره په لیدنه کې ویلي، که دی په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی نه‌شي، ښايي درېیمه نړیواله جګړه رامنځته شي.

بنیامین نتن‌یاهو جمعه، جولای  ۲۶مه د امریکا په فلوریډا ایالت کې د ډونالډ ټرمپ سره لیدلي دي. نوموړی له ټرمپ سره د خپلو شخصو اړیکو پیاوړي کولو په لټه کې دی او له همدې امله یې، غزه کې د احتمالي اوربند په تړاو هم خوش‌بیني ښودلې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په تېرو څلور کلونو کې لومړی ځل دی چې ډونالډ ټرمپ او نتن‌یاهو له یوه بل سره لیدنه کوي. په دې لیدنه کې نتن‌یاهو هیله ښودلې چې د امریکا په منځ‌ګړیتوب عزه د اوربند او د برمته شویو کسانو د ازادېدو شاهد وي.

ټرمپ دې لیدنه کې ویلي: «که موږ په ټاکنو کې بریالي شو، نو کار به ساده وي او هر څه به په چټکۍ سم شي، که بریالی نه‌شو، ښايي منځني ختیځ کې به لویې جګړې رامنځته او ښايي په درېیمې نړیوالې جګړې پای ته ورسېږي.»

ډونالډ ټرمپ په دې لیدنه کې د ډموکراټ ګوند په غړیو هم کلکې نیوکې وکړې او هغوی یې بې‌کفایته مسوولان وبلل.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ټرمپ له دې وړاندې هم ویلي، که د یاد هېواد ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی شي، ډېر ژر به د اوکراین او روسیې جګړه او غزه کې د اسراییلو روان برید د خبرو له لارې پای ته ورسوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام