Asset 1SWN

د اوکراین جګړې پای ته‌ رسول؛ ټرمپ روسیې ته لس ورځې وخت ورکړ

ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، که مسکو په راتلونکو لس ورځو کې د اوکراین جګړې پای ته رسولو لپاره هڅې ونه‌کړي، د ده په وینا یې، د روسیې پر وړاندې به تعرفې او نور ګامونه واخلي.

ټرمپ زیاته کړې چې له دې وړاندې یې، روسیې ته د ۵۰ ورځو وخت ورکړی و چې اوس یې، دغه نېټه لس ورځو ته راښکته کړې ده.

ټرمپ ټينګار کړی چې پر روسیې د بندیزونو لګولو له امله د بازار او نفتو احتمالي اغېزو په اړه اندېښنه نه‌لري او زیاته یې کړه چې د نفتو کورنی تولید به زیاته کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وویل: «نه پوهېږم چې دا ګام به پر روسیې اغېز وکړي که نه، ځکه د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین غواړي، جګړې ته دوام ورکړي. خو داسې شرایطو کې چې معمولا تعرفې او نور اقدامات غوره کېږي، موږ به یې ولګوو.»

بل‌خوا اوکراین د امریکا له لوري روسیې ته د ټاکلي ضرب‌الاجل د نېټې کمولو هرکلی کړی دی، خو روسیې په دې اړه تراوسه غبرګون نه‌دی ښودلی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام