د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې د ایران جګړه کې یې موخې په پوره کېدو دي او کار به پایته ورسوي.
د راپورونو پر اساس، ټرمپ ملت ته وینا کې ویلي چې واشنګټن د ایران پوځ ویجاړ کړی او د خپلو جنګي اهدافو ترلاسه کولو ته نږدې شوی.
خو هغه خبرداری ورکړ چې امریکایي ځواکونه به راتلونکو دوو یا دریو اونیو کې پر ایران ډېر سخت بریدونه وکړي.
ټرمپ څرګنده کړه چې د جګړې ډګر کې یې لویې لاسته راوړنې لرلي او د ایران پوځي وړتیاوې په جدي توګه کمزورې شوي.
هغه ملت ته وینا کې وویل: «د ایران سمندري ځواک ویجاړۍ سره مخ دی او اوس د ایران د مشرتابه شخصیتونه له منځه وړل شوي او د قومندې جوړښتونه لکه څنګه چې موږ خبرې کوو، له منځه تللي دي.»
د امریکا ولسمشر دغه وینا کې هیله څرګنده کړه چې ایران سره یوې هوکړې ته ورسیږي، خو په وینا یې که موافقه ونهشي، د ایران د برښنا تولید بنسټونه به په نښه کړي.
خو ایراني چارواکو ویلي چې ټرمپ جګړې څخه د شاه تګ او د خپلې ماتې پټولو لپاره دغه ډول څرګندونې کوي.
تهران ګواښ کړی چې که امریکا یې د برښنا بنسټونه په نښه کړي د سیمې هېڅ ځای کې به د امریکا ګټې خوندي پاتې نهشي.