Asset 1SWN

سلام وطندار

ټرمپ روسیه کاغذي زمری بللی؛ پوتین: ښايي ناټو د داسې نوم وړ وي

پوتین

 د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونو ته په غبرګون کې چې روسیه یې «د کاغذي زمري» په نوم یاده کړې وه، وویل چې ښايي ناټو خپله د داسې یوه نوم وړ وي.

پوتین پرون پنجشنبه، اکتوبر دویمه خبرداری ورکړ، که واشنګټن اوکراین ته د توماهاک توغندیو د لېږلو پرېکړه وکړي، نو دا به د جګړې په کرښه کې نوی خطر لوړ کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د روسیې جګړه په اوکراین کې چې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته په اروپا کې تر ټولو خونړۍ جګړه بلل کېږي، د مسکو او لوېدیځ ترمنځ تر ټولو سترې نښتې ته د لارې هوارېدو لامل شوې ده. د روسې چارواکو په وینا، دا شخړه اوس د روسیې او لوېدیځ ترمنځ په «تودې نښتې» بدله شوې ده.

د وروستیو اوونیو پرمهال د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې په لومړیو کرښو کې نښتو زرو اخیستی او دواړوه لوري یوه بل ته د درنې مرګ‌ژوبلې د اوښتو ادعاوې کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام