Asset 1SWN

سلام وطندار

ټرمپ د درېیمې نړۍ له هېوادونو کډوالۍ بندوي

ډونالډ ټرمپ امریکا ولسمشر

د امریکا ولسمشر ډونالډ اعلان کړی چې د درېیمې نړۍ له هېوادونو به دغه هېواد ته کډوالي بنده او کډوالو ته به د فدرال حکومت ټول امتیازونه لغوه کړي.

ټرمپ ادعا کړې چې د کډوالۍ وروستیو تګ‌لارو د امریکا پرمختللې ټکنالوژي او ټولنیز وضعیت زیانمن کړی او د ډېرو خلکو د ژوند کیفیت یې خراب کړی دی.

ټرمپ وویل چې د جو بایډن په دوره کې صادر شوي «میلیونونه غیرقانوني قبولي» به لغوه کړي او هغه کسان به وشړي چې د ده په وینا، نه اقتصادي ګټه لري، نه د امریکا ارزښتونو ته ژمن دي او نه له لوېدیځ تمدن سره سازګار دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي زیاته کړه چې هر هغه بهرنی به هم وشړي چې د حکومت لپاره مالي بار وي یا امنیتي خطر رامنځته کړي.

د ټرمپ په وینا، د ده هدف د «غیرقانوني او اخلالګر نفوس کمول» دي او «بېرته کډوالي» یوازینۍ لار ده چې امریکا خپلې مطلوبې پایلې ته ورسوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام