Asset 1SWN

سلام وطندار

ټرمپ: اسد لاړ او ساتونکې روسیه ورته لېواله نه‌وه

06-20-trump-policies01

د امریکا ټاکل شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې بشارالاسد لاړ او ساتونکې روسیې یې، نور ساتلو ته لېوالتیا نه‌درلوده.

هغه پر خپله ټولنیزه رسنۍ لیکلي: «اسد لاړ او د پوتین په مشري روسیې، روسیې، روسیې چې د اسد ساتونکې وه، نور د هغه «بشارلاسد» ساتلو ته لېوالتیا نه‌درلوده.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ټرمپ زیاته کړې چې وروسته له هغې چې بشارالاسد د روسیې ملاتړ له لاسه ورکړ، هېواد یې، پرېښود. د سوریې مخالفې وسله‌والې ډلې نن یکشنبه، ډسمبر اتمه، اعلان وکړ چې پلازمېنه دمشق یې، نیولی دی.

رسنیو راپور ورکړی چې بشارالاسد په یوې چورلکه کې له هېواد وتلی دی.

هیت‌التحریر الشام ډلې ویلي، د حکومت ټولې ادارې به د لومړي وزیر تر څار لاندې وي، تر هغو چې واک دوی ته سپارل کېږي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

بشارالاسد له ۲۰۰۰ کال راهیسې د سوریې ولسمشر په توګه واکمن و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام